CRI Online

د چين او روسيې مشرانو د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۵ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 10:36:31

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په درېيمه نېټه د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۵ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي چې ۷۰ کاله مخکې په همدې ورځ د جاپاني تيري کوونکو ضد د چينايانو د جګړې او د جاپان ضد د پخواني شوراوي اتحاد د جنګ د برياليتوبونو په اساس د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې وروستی برياليتوب اعلان شو. له فاشيزم سره د مبارزې په نړيواله جګړه کې د بېلا بېلو هېوادونو تر سلو ميليونو زياتو عسکرو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې دا د انسانانو په تاريخ کې ډېره سخته بيه ده. چين او روسيه په دغه جګړه کې په جلا جلا توګه د اسيا او اروپا عمده جنګي مدانونه وو او د برياليتوب لپاره يې ډېره لويه ملي قرباني کړې او نه هېرېدونکي خدمتونه يې کړي دي. دواړو هېوادونو په دغه مبارزه کې ستره دوستي ټينګه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د باکيفيته پرمختګ لپاره يې کلک بنسټ ايښودلی دی.

پوتين په خپل پيغام کې ليکلي چې دوهمه نړيواله جګړه د انسانانو په تاريخ کې ډېره ځورونکې ده. پخواني شوراوي اتحاد او چين له فاشيزم او ميلتاريزم سره د مقابلې مهم ميدانونه وو او تيري کوونکو ته يې د ماتې ورکولو په برخه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای