د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ په اړه لومړی عمومي نړيوال نندارتون يعنې د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون به د سپتمبر له ۴مې نه تر ۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي چې عمده موضوع به يې نړيوال خدمتونه: ګډې ګټې او شراک وي.
د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون چې پخوا يې نوم د بېجينګ د خدماتي معاملو او سوداګرۍ نړيواله غونډه وه او په ۲۰۱۹ کال کې يې نوم په اوسني نوم بدل شو، له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه ۶ دورې جوړې شوې دي. دغه نندارتون د چين د صادراتو او وارداتو له نړيوال نندارتون او د چين له نړيوال وارداتي نندارتون سره يو ځای په چين کې تر ټولو ۳ لوی نندارتونونه بلل کېږي. د ۲۰۲۰ کال لپاره دغه نندارتون هم د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې په چين کې تر ټولو لوی نندارتون دی چې ژر به پيل شي.
خدماتي سوداګري څه ده؟
خدماتي سوداګري د مالونو له سوداګرۍ سره توپير لري چې اخيستونکي په پيسو سره د مالونو پر ځای خدمات اخلي. د بېلګې په توګه مصرفونکي پر انترنيټ د سودا کولو په وخت کې پوسټي خدمات ته اړتيا لري، کله چې تاسو د فلم کتلو لپاره سينيما ته ځئ، نو د ساعتېرۍ خدماتو اړتيا ده او پر انترنيټ د بهرنيو ژبو د زده کړې لپاره ښوونيز خدمات ضروري دي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د خدماتي سوداګرۍ ۱۲ ساحې وټاکلې، د بېلګې په توګه تجارتي، مخابراتي، پولي، د سيلانۍ، د ساعتېرۍ، سپورټي، د روغتيا، ټولنيز خدمات او داسې نور.
دغه ستر نړيوال نندارتون د کومې کچې دي؟
د اګست تر ۳۰مې نېټې پورې څه دپاسه ۱۷ زره تصديو او کابو ۹۰ زره تنو په ياد نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې به د نړۍ ۳۰ پياوړي هېوادونه او سيمې خپل ارګانونه او تصدۍ ولېږي او د نړۍ له ۵۰۰ پياوړو تصديو څخه به ۳۹۹ په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي.
ويل کېږي چې د دغه نندارتون تر سره کېدل د چين د اقتصادي چارو د بيا سمسورتيا يوه مثبته نښه ده. چين د کرونا وبا له منفي اغېزې څخه وتلې او اوس د توليدي او خدمتي چارو د اعاده کولو په لار کې چټک ګامونه پورته کوي. د سيمې هېوادونه حتی ټوله نړۍ به د چيني اقتصاد په بيا سمسورتيا سره هم ژر د کوويد ۱۹ ضد مبارزه کې بريا ومومي او ټولې چارې به دوباره عادي روان شي. راځې چې د چين د خدمتي سوداګرۍ دغه نړيوال نندارتون ته پام وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |