CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت هېله لری چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې د خبرو اترو له لارې د هېواد د دايمي سولې او ثبات ساتلو لپاره اساسي لارې چارې پيدا کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 20:53:08

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه په بيجينګ کې هېله څرګنده کړه چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې د خبرو اترو له لارې د هېواد د دايمي سولې او ثبات ساتلو لپاره اساسي لارې چارې پيدا کړي.

د خبر له مخې، ښايي چې بين الافغاني مذاکرات به په نژدې راتلونکې کې د قطر په پلازمينه دوها کې تر سره شي. په دې هکله هوا چون ينګ وويل چې بين الافغاني مذاکرات په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره اساسي اقدام دی. چين د افغانستان د تر ټولو لوی ګاونډي هېواد او صميمي دوست په توګه تل د بين افغاني مذاکراتو بهير ته پاملرنه کړي او د افغانانو لخوا د لارښوونې او اداره کېدو په اړه د اصولو ملاتړ کوي. چين هېله لري چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې د دغه هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، توپيرونه حل کړي، پر يو لوري روان شي او د خبرو اترو له لارې د دغه هېواد د دايمي سولې او ثبات د ساتلو بنسټيزې لارې پيدا کړي.

هوا چون ينګ وويل چې په افغانستان کې دايمي سوله د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د سيمه ايزو هېوادونو له ګډو نظريو او ملاتړ پرته ناشونې ده او د خبرو اترو هڅول د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده. نړيواله ټولنه بايد په ګډه د بين الافغاني مذاکراتو هڅونه وکړي چې ژر پايلې ته ورسېږي. چين به په دې چارو کې مثبت رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای