CRI Online

هغه امريکايي سياستوال چې د شينجيانګ د نفوس په اړه بېځايه دروغ وايي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 21:33:10

د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز د سپتمبر په درېيمه نېټه د شينجيانګ د نفوس په اړه د بهرنيانو د ناسمو څرګندونو په هکله څيړنيز راپور خپور کړ او د ډېرو ارقامو او حقيقتونو له لارې يې د شينجيانګ د نفوس او د ولادت کارونو په هکله د ځينو امريکايي سياستوالو دروغ افشا کړی. د ډېرو ثبوتونو په موجوديت سره د دغو سياستوالو توطيه څرګنده شوې چې د بشري حقونو په پلمه يې د شينجيانګ ثبات او سمسورتيا ته زيانونه رسولي او د سياسي ګټو د لټولو لپاره يې هڅې کړې دي.

په دې وروستيو ورځو کې ځينو چيني ضد امريکايي سياستوالو ويلي چې د شينجيانګ نفوس د زياتوالي انډول تر ډېرې اندازې پورې کم شوی. د دې ترڅنګ دوی هغه ناسمې څرګندونې هم کړې چې د چين حکومت د اويغور قومي نفوس کنټرول کړی دی او له دې لارې يې په نړيواله ټولنه کې پر چين تور لګولی دی. ياد راپور کې د ډېرو ارقامونو له لارې د دوی تور ته ځواب ويل شوی . د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې د شينجيانګ نفوس په پر له پسې توګه زيات شوی چې په دې جمله کې د لږ کيو نفوس د زياتوالي انډول په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۱۴ ډېر شوی او د اويغوري نفوس د زياتوالي انډول په سلو کې ۲۵ اعشاريه ۴ زيات شوی دی. له دې څخه ښکاري چې د چين حکومت تل تر تله د بېلا بېلو قومي وګړو حقه حقونه ساتلي او د نفوس تګلارې د غوره کولو په بهير کې يې د اويغوري قوم په شمول د لږکيو وګړو پر وړاندې امتيازي تګلاره پلې کړې او کوي يې. له ۴۰ کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم نفوس دوه چنده زياته شوې دی. نو له دغو شمېرونو څخه د چين له خوا د اويغوري نفوس کنټرول څنګه ثابتيدای؟

خو د امريکا واکمنۍ ادارې په شاوخوا سلو کلونو کې له ختيځې خوا څخه لويديځې خوا ته د امريکايانو د کډوالو له لارې ډېر اصلي امريکايان ووژل چې له امله يې د دوی نفوس له پنځه مليونو څخه دوه لکه او پنځوس زره تنو ته را ټيټ شوی چې دغه شمېر د پخواني عمومي شمېر يوه په شلمه برخه نيسي.دغه کړنه رښتينی نژادي وژنه ګڼل کيږي. امريکا چې په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو لويه سرغړونکې ده چې سياستوال يې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه دروغ وايي چې دا د شرم وړ ده.

د سپتمبر په لومړۍ نيټه له شينجانګ څخه د ښه خبر تر لاسه شوی چې د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول کارونه د عادي کېډو په حال کې دي او په ټول شينجيانګ کې توليدي چارې بيا اعاده شوې دي. له دې څخه ښکاري چې د چين حکومت د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د هغو قوي تدبيرونو په نيولو سره چې کليدي برخه يې د بېلا بېلو قومي وګړو خونديتوب او روغتيا ساتنه ده،ښې پايلې تر لاسه کړې دي. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې په دې سيمه کې په هر اړخيزه توګه د توليدي چارو تر بيا پيل وروسته د لومړۍ ډلې سيلانيان شينجيانګ ته د سفر په لور روان دي. چين د هغو سيلانيانو هر کلی کوي چې شينجيانګ ته رښتينې پاملرنه کوي.د شينجيانګ مسئلې په هکله به دروغ او تورونه هرو مرو ناکام شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای