CRI Online

د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې برياليتوب د ۷۵مې کليزې يادغونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 15:21:18

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې،دولتي شورا او مرکزي پوځي کمېسيون د سپتمبر د ۳مې نېټې تر غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې يوه يادغونډه تر سره کړه او د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ۷۵مه کليزه يې ولمانځله. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې په خپله وينا کې وويل چې د جاپاني تېري پر وړاندې د مقابلې لپاره د چينايانو روحيه ډېره ښه روزل شوې وه .دغه روحيه د چينايانو قيمتي معنوي شتمني ده ، دا به تل چينايان وهڅوي چې ټول مشکلات او خنډونه له منځه يووسي او د چيني ملت د ښيرازۍ لپاره مبارزه وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي لي که چيانګ،لي جان شو او وانګ يانګ هم په ياده غونډه کې ګډون کړی و. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي وانګ هو نينګ د دې غونډې مشري وکړه.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې ۷۵ کاله دمخه ، چينايانو د نړۍ له خلکو سره يوځای ، په کلکې ارادې او اتلولۍ د فاشيزم ضد مبارزه وکړه او ماتې يې ورکړه او لويه بريا يې ترلاسه کړه . بر سېره پر دې، تر دغې ۱۴ کلنۍ بې خونده او خونړۍ مبارزې وروسته ، چينايانو جاپاني تېري کوونکو ته ماتې ورکړه او د جاپاني تېري پر ضد يې د جګړې لويه بريا ترلاسه کړه. شي جين پينګ وويل

زه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې ، د ملي کانګرس ، د دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې او د مرکزي نظامي کمېسيون په استازيتوب هغو سرتېريو ، ملګرو ، وطنپالو او جنرالانو ته چې د جاپاني تېري پر وړاندې د مقاومت په جګړه کې يې برخه اخيستې وه، خپل درناوی وړاندې کوم. زه غواړم له هغو بهرنيو حکومتونو او نړيوالو ملګرو څخه هم د زړه له کومې مننه وکړم چې د جاپاني تېري پر وړاندې د چينايانو د مقاومت د جګړې ملاتړ او مرسته يې کړې وه.

شي جين پينګ وويل چې چين او جاپان نژدې ګاونډيان دي. د چين او جاپان تر منځ د اوږدمهاله سوله ييزو او دوستانه اړيکو ساتل د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره او په اسيا او نړۍ کې د سولې او ثبات د ساتلو له اړتياوو سره سمون لري. هغه زياته کړه چې د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو د جګړې د بريا له ۷۵ کلونو راهيسې ،په چين کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي .

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چيني ملت لوی تحول ته د رسېدو لپاره، موږ بايد د چين د کمونېست ګوند پر مشرتابه او د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم پر لارې ټيګار وکړو. شي جين پينګ وويل

چينايان به کوم ځواک ته هېڅ اجازه ورنه کړي چې د چين د کمونېست ګوند تاريخ تحريف کړي.چينايان به هېڅکله کوم ځواک ته اجازه ورنه کړي چې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم لارې پر وړاندې خنډ وګرځي او ګډوډي جوړه کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای