CRI Online

هېڅوک د بيا سمسورتيا پر لور د چيني ملت لخوا د ګامونو مخنيوی نه نشي کولای.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 15:50:01

تاريخ به ثابته کړي چې هېڅوک د بيا سمسورتيا پر لور د چيني ملت لخوا د پورته کېدونکو ګامونو مخنيوی نشي کولی. چينايان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په زور سره خپل نیت پر چين وتپي، د چين پرمختيايي لوری بدل کړي او يا د نيکمرغه ژوند لپاره د چينايانو د کوښښونو مخنيوی وکړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۳مې نېټې په ماسپښين د جاپاني تېري پر ضد د چيني جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د بريا د ۷۵مې کليزې په يادغونډه کې يادې خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو جګړې ستر بهير، تاريخي اهميت او د چينايانو عالي مقاومتي روحيه ياده کړه، د چيني ملت د سترې بيا سمسورتيا لپاره يې لوری وښوده او هغو کسانو او ځواکونو ته يې اخطار ورکړ چې د چيني ملت د بيا سمسورتيا د مخنيوي بد نيت لري او په دې اړه يې د چين رويه څرګنده کړه.

د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو مقاومتي جګړه چې ۷۵ کاله دمخه پېښه شوې وه، له تېرو ۲ سوو کلونو راهيسې د بهرني تېري پر ضد د چينايانو تر ټولو اوږده او لويه جګړه وه او تر ټولو زياتې قربانۍ يې ورکړې دي. دا هم د چيني ملت د ازادۍ لومړۍ بريالۍ جګړه وه چې دا بريا نه يوازې د چينايانو، بلکې د نړيوالو بريا هم وه.

مقاومتي روحيه د جاپاني تېري پر ضد چيني جګړه کې ډېره مهمه روحي شتمني ده چې په هر وخت کې ستر اهميت لري. که څه هم اوس مهال د ۷۵ کاله دمخه په پرتله د ټولې نړۍ په کچه د تودې جګړې د پېښېدو شونتيا ډېره کمه ده، خو د امريکا ځينې سياستوال خپلو شخصي موخو ته د رسېدو په خاطر زياتې يواړخيزې کړنې کوي، پر نړيوالو زور اچوي، په عمدي توګه د بېلا بېلو ايډيالوژيو ترمنځ دښمني پاروي او هڅه کوي چې له چين سره نوې سړه جګړه وکړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا مخنيوی وکړي. دا چې د چين د دولت رئيس په نوي حالت کې د چيني ملت پر مقاومتي روحيې ټينګار کوي، بې شکه د چينايانو هڅونه به وکړي.

نړيوالې ټولنې د شي جين پينګ د يادې مهمې وينا په اړه زيات غبرګونونه ښودلي. زياتو نړيوالو شخصيتونو څرګنده کړه چې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د ډېرو ستونزو په ليرې کولو سره نړيوال نظام جوړ شوی دی. نو نړيواله ټولنه بايد تاريخ ته په کتو سره له ظلم غوښتنې او زورواکي سياست سره مخالفت وکړي او ټولې نړۍ ته دې سوله او پرمختګ ورکړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې داسې وويل: دا چې موږ د جاپاني تېري پر ضد د چيني جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب يادونه کوو، د تېري کوونکو پر بې رحمه کړنو نيوکه کوو او تاريخي تجربې او درسونه په ياد کې ساتو، دا دښمنۍ ته د دوام ورکولو په مانا نه ده، بلکې پر سولې د خلکو د هيلې او باور د پياوړتيا لپاره دي. چين چې ډېرو مصيبتونو ځپلی، اوس د چټک پرمختګ په حال کې دی، خپل هڅاندې روحيې ته به دوام ورکړي او د رنګا رنګو خطرونو او ننګونو پر وړاندې به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي او په سوله او ارامي کې د نړيوالو د ژوند تېرولو لپاره به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای