CRI Online

د افغانستان په شمال کې پر يوې پوستې د طالبانو د بريد په ترڅ کې پنځه پوليس وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 14:24:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان پوليسو د سپتمبر په ديارلسمه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار وختي د دې هېواد په کندوز ولايت کې پر يوه امنيتي پوسته باندې د طالبانو د بريد په ترڅ کې پنځه پوليس او څلور بريدګر طالبان وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيتي قوماندانۍ وياند عصمت الله خان د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د سپتمبر د ديارلسمې نيټې په سهار وختي يوې ډلې وسله والو طالبانو د دې ولايت د مرکز په اطرافوکې د شينواري په سيمه کې پر يوې پوستې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې پنځه پوليس او څلور بريدګر وژل شويدي. تر دې بريد وروسته افغان امنيتي ځواک په دې سيمه کې د نورو پاتې وسله والو طالبانو د خپلو او نيولو لپاره پوځي عمليات تر سره کړل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای