CRI Online

د شينجيانګ په اړه د دروغجنو راپورونو سپيناوی!

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 16:57:57

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې چيني حکومت په شينجيانګ کې د ولادت کنټرول او اجباري تعقيم پلان پلی کوي. د امريکا اسوشيټيډ پرېس اژانس په همدې ورځ د اويغوريانو د کمولو لپاره د چيني حکومت د ولادت د کنټرول پلان په اړه يوه ليکنه خپره کړه. د مايک پمپيو په ياده اعلاميه او د اسوشيټيډ پرېس اژانس په اړونده ليکنه کې ويل شوي چې د چين حکومت د ملي لږکيو نفوس د کنټرول په موخه د ښځو د تعقيم کولو ډېر جدي تدبيرونه نيولي دي. خو داسې محتويات د امريکا د جېمستون صندوق له هغه خپور شوي راپور څخه راپورته کېږي چې ايدريان زېنز(Adrian Zenz) د روان کال په جون مياشت کې ليکلی دی. دا راپور په امريکا کې د چين ضد ځينو ارګانونو او کارپوهانو لخوا د ګونګوسۍ په جوړولو او د شمېرو په تعديلولو سره جوړ شوی دی.

ايدريان زېنز د افراطي ښی لاسي کمونيزم ځپونکي صندوق له خوا چې د امريکايي حکومت ملاتړ له ځان سره لري، ګمارل شوی دی. دغه صندوق چې په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوی، څو څو ځله پر واقعيتونو خپلې سترګې پټې کړې او زياتو بدنامو ترهګرانو ته يې د تش په نامه د بشري حقونو جايزې ورکړې او د شينجيانګ د ادارې او د کوويد ۱۹ ضد مبارزې په برخو کې يې د چين پر شويو خدمتونو تورونه لګولي دي.

ادريان زينز په خپل راپور کې د شينجيانګ د کورني پلان په اړه د بېلابېلو ځايونو او د کليوالو سيمو حکومتي سندونو ته اشاره کړې او د شينجيانګ د بدنامولو هڅه يې کړې او د ښوونې او روزنې د مرکز جوړولو او د کورني پلان جوړونه يې په کلکه غندلې دي. هغه په خپل راپور کې د تعليم او روزنې په برخه کې د تروريزم او افراطيت ضد مبارزې کې د شينجيانګ د لاسته راوړنو د بدنامولو او ردولو هڅه کړې او د کورني پلان جوړولو په اړه يې د چين پر ملي پاليسۍ ناوړه بريد کړی دی.

پدې اړه ، د شينجيانګ پوهنتون د سياسي او عامه ادارې پوهنځي د پروفيسر مرستيالې لين فانګ فې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د دې پوهنتون په رسمي ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې له مخې يې دا پکې په ګوته شوي چې ټول هغه سندونه چې ادريان زنز په خپل راپور کې ورته اشاره کړې ،دغه ټکي ته يې ګوته نه ده نيولې چې هر څوک له اړوند قانون سرغړونه وکړي ،نو د ښوونې او او روزنې مرکز ته به وليږل شي.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ۲۰۱۹ کال په جون کې د شينجيانګ د مهارتونو د ښوونې او روزنې کار په نوم سپين کتاب خپور کړ . په دغه کتاب کې ليکل شوي چې په شينجيانګ کې د ښوونې او روزنې د کارونو موخه دا ده چې د تروريزم او مذهبي افراطيت د خپرېدو ځای او شرايط له منځه يووسي،په مؤثره توګه د ترهګريزو کړو وړو مخه ونيسي او د بېلا بېلو قومونو خلکو د ژوند ، روغتيا او پرمختګ حقونه تضمين کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای