CRI Online

بهرنۍ رسنۍ: امريکايي تصدۍ نه غواړي له چين څخه ووځي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-17 10:19:21

د جاپان نيکې اسيان رېويو(Nikkei Asian Review) مجلې د سپتمبر په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ چې که څه هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پرېکون هڅه کوي، خو په چين کې زياتره امريکايي تصدۍ نيت نه لري چې خپلې فابريکې له چين څخه وباسي. ځينو تصديو لکه د برېښنايي موټرو جوړولو شرکت تېسلا(Tesla)برعکس په چين کې لا زياتې پانګې اچولې دي.

د امريکا د ګولدمن ساکس (Goldman Sachs)ډلې د يو رپوټ چې د سپتمپر په ۱۱مه نېټه خپور شو او په شانګهای کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې د يو اړوند راپور له مخې، سره له دې، امريکايي حکومت ګواښ کړی چې که امريکايي تصدۍ خپلې توليدي کرښې بېرته امريکا ته انتقال نه کړي، نو اضافي ماليات به ورڅخه واخلي، خو اکثره تصدۍ په چين کې د خپلو کارکوونکو د ګوښه کولو پلان نه لري او څه دپاسه دوه په درېيمه برخه تصديو څرګنده کړې چې د کارکوونکو اوسنۍ پيمانه به وساتي او لا زيات کارکوونکي به وګماري.

د امريکا سي اين اين(CNN) په دې اړه تحليل کړی او ويلي يې دي، دا اسانه کار نه دی چې امريکايي تصدۍ له چين نه ووځي. د توليدي کرښو لپاره زياتې پانګې په کار دي چې يوه تصدي د دې لپاره لږ تر لږه څو ميليونه امريکايي ډالره ولګوي.

د دې تر څنګ په چين کې ډېر لوی بازار، مکمل اکمالاتي ځنځير او ښه بنسټيز تاسيسات شتون لري، دا د بهرنيو تصديو لپاره لويه جاذبه ده.

د تېسلا(Tesla) اجرائيوي مشر اېلون موسک د روان کال په جولای کې څرګنده کړې چې د چين عرضه کوونکي(supplier) په نړۍ کې د سيالۍ تر ټولو ښه توان لري. د چين په شانګهای کې د تېسلا فابريکه ډېره لويه ده. موږ په چين کې مختلفې پرزې اخلو چې د موټر جوړولو لګښت ډېر ټيټ شوی دی.

د برېتانيا ګوارديان(The Guardian) ورځپاڼې په دې وروستيو کې د امريکا د مېسچوسېټ پوهنتون(University of Massachusetts) مرستيالې پروفيسرې ايسابېلا وېبر(Isabella Weber) يوه ليکنه خپره کړې چې نوم يې دی، ايا د امريکا او چين اقتصادي راکړې ورکړې پرې کېږي؟ د ليکوالې په اند، د اقتصادي اړيکو پرېکون د دوو اورګاډيو د جلا کېدو په شان دومره اسانه کار نه دی. تصدۍ به د ځينو امريکايي سياستوالو غوښتنې او ترتيبات و نه مني او له چين څخه به و نه وځي. امريکا او چين يو د بل په اتکا پرمختګ کوي، د اړيکو پرېکون به دواړو خواوو ته د مصبت په شان بې ساري زيانونه ورسېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای