CRI Online

څواړخيزم د يو اړخيزم د مخنيوي وسيله ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-17 14:30:27

د کوويد- ۱۹ وبا، د يو اړخيزم او پروټيکشنيزم د پورته کېدو په شمول ننګونې به د انسانانو ټولنه له کوم برخليک سره مخ کړي؟ د سپتمبر په پنځلسمه نېټه د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې په ويډيويي غونډه کې يادې پوښتنې ته ځواب ورکړ. د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس او د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې مشر ولکان بوزکير دواړو پر دې ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه بايد د بېلا بېلو خطرونو او ننګونو په وړاندې په لا کلکه توګه پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، د يو اړخيزم مخه دې ونيسي او د م م په اړه دې باور ټينګ کړي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان په همدې ورځ د امريکا حکومت هغه ناقانونه کړنې تائيد کړې چې له څه باندې ۲۰۰ ميليارډو ډالرو چيني توليداتو څخه يې ګمرکي ماليات اخيستي دي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان دغه حکم عادلانه دی او د نړيوالې ټولنې په اند دا پر يو اړخيزم باندې د څو اړخيزم د ښه توب ثبوت دی.

تاريخ ته په کتنې سره دا ثابتيږي چې څواړخيزم د مصيبتونو او ستونزو څخه له تېرېدو وروسته د انسانانو ګډ انتخاب، د روان نړيوال نظام د تامين او د بېلا بېلو هېوادونو د آرامۍ او پرمختګ مهم اصل دی. م م د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې د سولې د ساتلو، د پرمختګ د هڅولو او د عدالت د تامينولو په برخو کې ډېرې هڅې کړې او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د م م په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال نظام مهم رول لوبولی.

خو له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا د ځينو سياستوالو تر اغېزو لاندې د دغه هېواد په حکومت کې د يو اړخيزم او پروټيکشنيزم احساس راپورته شوی او دغه هېواد د ځان د ګټې لپاره پر نورو هېوادونو ظلمونه کړي او څواړخيزو همکاريو ته يې زيانونه رسولي دي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان، د م م د بشري حقونو شورا او د م م د يونيسکو سازمان په شمول څواړخيز سازمانونه د امريکايي سياستوالو د کړنو له امله له ستونزو سره مخامخ دي او د پاريس تړون او د ايران د اټومي تړون په شمول مهم نړيوال تړونونه د امريکا د وتلو له امله له ننګونو سره مخامخ دي.

د تسکين وړ خبر دا دی چې زياتېدونکي کسان د نوموړي هېواد له ظلمونو سره مخالفت کوي. د م م د يو سرويس له مخې، د ۹۰ سلنه کسانو په اند نړيوالې همکارۍ له نړيوالو ننګونو سره په مبارزو کې ضرور دي؛ ۷۴ سلنه کسان په دې نظر دي چې د م م رول ډېر مهم دی. له دې څخه څرګنديږي چې څو اړخيزم لا هم د نړۍ عمده لوری دی.

امريکا په دې وروستيو کې په م م کې له دريو مسلسلو ناکاميو سره مخامخ شوې. امريکا د اګست په ۲۱مه نېټه د م م په امنيت شورا کې پر ايران د بنديزونو د اعاده کولو ميکانيزم د پيل غوښتنه وکړه، خو د امنيت شورا له ۱۵ غړو هېوادونو څخه ۱۳ غړو له دې غوښتنې سره ټينګ مخالفت څرګند کړی. د اګست په ۲۴مه نېټه د م م د سمندري قانون د تړون لاسليکوونکو هېوادونو په غونډه کې د امريکا له ګواښ او فشار سره سره د چين حکومت له خوا وړاندې شوی کانديد د رايګيرۍ له لارې د نړيوال سمندري قانون د محکمې نوی مشر قاضي ټاکل شوی. د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د م م په عمومي اسامبله کې له کوويد- ۱۹ وبا سره د مبارزې په اړه د يو پريکړه ليک په رايګيرۍ کې يوازې امريکا او يو بل هېواد مخالفې رايې ورکړې، خو دغه پريکړه ليک د ۱۶۹ هېوادونو په موافقو رايو سره تصويب شو. لکه څنګه چې په م م کې د افغانستان دايمي استازې عادلې راز ويلي چې د وبا پر ضد د نړۍ د يووالي د ويجاړولو په موخه عملونه د هرکلي وړ نه دي.

د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په درشل کې که څه هم د نړۍ پر وړاندې بېلا بېلې ننګونې شتون لري، خو دې ته بايد ډېر پام وشي چې د نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ تمايل، د څو قطبي کېدو په لوري د نړۍ تګ او د اقتصاد د نړيوال کېدو وضعيت نه دی بدل شوی.

د يو اړخيزم او د زور زياتي سياست د ظلمونو پر ضد د څو اړخيزم د ساتلو چارې بېړنۍ او مهمې دي او نړۍ يو ځواکمن م م ته اړتيا لري. بېلا بېل هېوادونه بايد په متحد ډول د څو اړخيزم د ساتلو لپاره هڅې وکړي او د نړيوال نظام له ويجاړونکو کړنو او د نړيوالو مقرراتو له پايمالونکو کړنو سره دې کلکه مبارزه وکړي، څو د يو اړخيزم مخه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای