CRI Online

د چين پوځ د نړيوالې سولې په ساتلو کې کليدي ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 14:12:52

د چين حکومت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د لومړي ځل لپاره د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني پوځ د۳۰ کلن ګډون په نوم سپين کتاب خپور کړ. په دې سپين کتاب کې په تېرو ۳۰ کلونو کې د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني پوځ د ګډون د تاريخ ، تمرين او خدماتو ته کتنه شوې ده او په سيستماتيک ډول د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني پوځ د ګډون د ماموريت او پاليسۍ بيان شوې دي چې په هراړخيزه توګه د م م د سوله ساتنې غونډې ژمنې پايلې پلې ټولې کېږي. سپين کتاب له مشخصو شمېرو او زياتو حقيقتونو سره ثابتوي چې چيني پوځ د م م د سوله ساتنې په عملياتو کې کليدي ځواک دی ، په دې توګه د امريکايي سياستوالو لخوا جوړ شوی تش په نامه د چين د نظامي ګواښ له دروغ سره مبارزه کوي.

چين د م م د يو بنسټ ايښودونکي غړي په توګه ، تل د م م په محور د نړيوال سيستم ملاتړ او خپل نړيوال مسؤليتونه يې ترسره کړي. سپين کتاب له ۱۹۹۰ کال راهيسې د م م د سوله ساتنې په عملياتو کې د چين برخه اخيستنې ته کتنه کوي او په کې ليکل شوي چې چيني پوځ د شخړو د سوله ييز حل ، سيمه ييز امنيت او ثبات ساتلو او د اړوندو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د نړيوالو حالاتو له بدلونونو او د م م د کارونو له اړتياوو سره سره د م م د سوله ساتينې په عملياتو کې د چين د ګډون پراخوالی او ژورالی په دوامداره توګه ډېر شوی دی.په تېره بيا د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د سوله ساتنې په سرمشريزه غونډه کې د م م د سوله ساتنې عملياتو د ۶ ژمنو ملاتړ اعلان وکړ ، چيني ځواکونو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په موخه د م م د سوله ساتنې په عملياتو کې ګډون او ورڅخه خپل ملاتړ زيات کړی دی.

د مثال په توګه په تېرو پنځو کلونو کې ، چيني پوځ په وار سره له ۶۰ څخه د زياتو هېوادونو له ۱۵۰۰تنو څخه د زياتو سوله ساتونکو سرتېريو د روزنې لپاره د ۲۰ ځلې مسلکي روزنيز پروګرامونه تنظيم کړي.

د چيني ځواکونو فعاليت او مرسته د م م او نړيوالې ټولنې لخوا ډېره ښه ارزول او پېژندل شوې. د م م د عمومي منشي مرستيال اتول خاري په خپلو خبرو کې وويل چې چين يو مهم ځواک دی چې د سوله ساتنې د عملياتو او څو اړخيزم ملاتړ کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای