CRI Online

د اروپايي ټولنې لوړپوړی استازی : پر ايران باندې د بنديزونو لغوه کولو ژمنه لا هم اعتبار لري

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 10:34:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو تګلارو او امنيتي اقداماتو په اړه لوړپوړی استازي او د ايران د ذروي وضعت د هر اړخيز تړون د ګډې کميټې مسئول جوسيف بوريل د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا پر ايران باندې د م م بنديزونو د بيا پيل حق نه لري، پر ايران باندې د بنديزونو لغوه کولو په اړه د اړوندو خواوو ژمنه لا هم اعتبار لري.

بوريل په دې اعلاميه کې وويل، امريکا په ۲۰۱۸م کال په يو اړخيز ډول د ايران له ذروي تړون څخه ووتله او د دې تړون ګډون کوونکي هېواد نه بلل کېږي، نو امريکا حق نه لري چې ياده کړنه تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای