CRI Online

د جاپان نوی لومړي وزير يوشيهدي سوګا او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 11:23:42

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د جاپان نوی لومړي وزير يوشيهدي سوګا او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر د ۲۰ مې نېټې په شپه تليفوني خبرې وکړې او څرګنده کړې يې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ملګريتوب به لاپياوړی کړي.

دا د جاپان د لومړي وزير په توګه د يوسيهدي سوګا له ټاکل کېدو وروسته د جاپان او امريکا د رهبرانو ترمنځ لومړۍ تليفوني خبرې دي. د جاپاني رسنيو د خبر له مخې، يوشيهدي سوګا او ډونالډ ټرمپ د پنځه ويشتو دقيقو په تليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو سربيره د شمالي کوریا مسئلې او د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکاريو پر پياوړتيا هم بحثونه وکړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای