CRI Online

قطر پر دې تاکيد وکړ چې د اسرائيل له خوا دې د فلسطين اشغال پای ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 14:43:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۰مه نېټه پر دې تاکيد وکړ چې د خپلواک فلسطين هېواد د جوړولو په باب د قطر دريځ ټينګ دی، د اسرائيل اشغال دې پای ته ورسېږي، د بیت المقدس په پلازمينه مستقل فلسطين هېواد دې د نړيوالو قوانينو او د م م د اړوندو پرېکړه ليکونو په چوکاټ کې جوړ شي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هېواد به يې تر خپلې وسې له فلسطين سره مرسته وکړي، څو د فلسطينيانو دردونه کم کړي او خپلې قانوني غوښتنې تر لاسه کړي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې قطر غواړي چې ټول فلسطيني کډوالو ته دې کور ته د بېرته ستنېدو حق ورکړل شي او په دې اند دی چې دا د شخړو د حل و فصل يوازينې لاره ده. (شکريه)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای