CRI Online

تازه سروې: نژدې ۷۰ سلنه امريکايان په دې باوري نه دي چې د دغه هېواد حکومت د واکسين خونديتوب تأمينولی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 16:02:24

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل، چې اټکل له مخې به د راتلونکي کال په اپريل کې د ټولو امريکايانو لپاره د کوويد-۱۹ ويروس ضد کافي واکسينونه توليد شي. خو د امريکا اې بي سي (American Broadcasting Company) او ايپسوس (Ipsos) د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د يوې سروې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې نژدې ۷۰ سلنه امريکايان په دې باور نه لري چې د امريکا حکومت د دغه واکسين خونديتوب او اغېز تأمينولی شي.

دغه سروې دا ښيي چې يوازې ۹ سلنه امريکايان باور لري چې د امريکا حکومت د واکسين ډاډمنتيا او اغېز تأمينولی شي، خو هغه شمېر کسان چې په دې باور نه لري، ۶۹سلنه دی.

په دغه سروې کې راغلي چې د واکسين په چارو کې د امريکايي ولسمشر په پرتله د امريکا پر طبي او روغتيايي کارپوهانو او عامو روغتيايي ارګانونو باندې د امريکايانو اعتماد زيات دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای