د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د هغو تصديو، ارګانونو او شخصيتونو پر ضد نوي بنديزونه اعلان کړل چې د ايران د اټومي چارو، توغنديو او معمولي وسلو له پروژو سره اړيکې لري.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د يو حکم په خپرولو سره پر ۲۷ تصديو، ارګانونو او شخصيتونو بنديزونه او صادراتي محدوديتونه اعلان کړل چې د ايران د اټومي چارو، توغنديو او معمولي وسلو په پروژو کې لاس لري. د دغه حکم له مخې، په امريکا کې به د هغو وګړو شتمني کنګل شي چې له ايران سره يې د معمولي وسلو معاملې کړې او يا يې د دغه هېواد لپاره د اړوندو وسلو په اړه تخنيکي روزنې او پيسې برابرې کړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |