CRI Online

شي جين پينګ د م م د جوړېدو د پنځه اويايمې کاليزې د يادونې په مناسبت سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-22 09:52:35

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د م م د جوړېډو د پنځه اويايمې کاليزې د يادونې په مناسبت سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې م م بايد د کوويد ۱۹ وبا وروسته عادلانه رويه غوره کړي او د قانونی نظم د پلي کولو، د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د خپلو عملياتو د تر سره کولو لپاره دې هڅې وکړي. د دې ترڅنګ هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين به تل د څو اړخيزم عملي کوونکی وي او په فعاله توګه به د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو او ابادۍ په برخه کې برخه واخلي تر څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې پنځه اويا کاله دمخه نړيوالو تر سختو جګړو وروسته د فاشيزم پر ضد په جګړه کې بريا موندلې وه چې دا د عدالت او د نړيوالو لپاره يو ستر برياليتوب دی.د تېرې پېړۍ په لومړيو پنځوسو کلونو کې تر دوو لويو جګړو وروسته د م م سازمان جوړ شو چې تر اوسه پنځه اويا کالونه تېر شوي او د نړيوالې سولې او پرمختګ نوې پاڼه اړول شوې ده. هغه وويل،د م م د جوړېدو له پنځه اوياوو کلونو راهيسې بشري ټولنې چټک پرمختګونه موندلی، نړيوال حالات له ډېرو بدلونونو سره مخ شوي او څو اړخيزم هم په چټکۍ سره پراخ شوی دی. له ډېرو ستونزو او ننګونو وروسته م م لاهم له خوځنده ځواک څخه ډک دي او د څه باندې اوو ميليارډو نړيوالو له خوا د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې بې ساري بدلونونه راغلي دي او د کوويد ۱۹ وبا له امله ګرده نړۍ له سترو ننګونو سره مخ ده. انسانان د پيوستون نوې زمانې ته داخل شوي او د بېلا بېلو هېوادونو ګټې او برخليک يو له بل سره تړاو لري. له نړيوالو ګواښونو او ننګونو سره مقابله د بېلا بېلو هېوادونو قوي تدبيرونو ته اړتيا لري.د نوي حالت او ننګونې پر وړاندې مونږ بايد فکر وکړو چې نړۍ څه ډول م م ته اړتيا لري او د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته به م م څه رول ولوبوي.

په دې هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څلور فقره ييز وړانديز وکړ چې لومړی بايد عادلانه رويه غوره شي. هغه وويل، لوی او کوچنی هېوادونه بايد د يو بل درناوی وکړي.مساوات د زمانې پرمختيايي غوښتنه ده او د م م د منشور لومړی اصول هم دي. مختلف هېوادونه بايد د ګډو مشورو، ابادۍ او د معلوماتو د ګډو شريکولو پر اصولو باندې ټينګار وکړي او په ګډه دې امنيت وساتي،پرمختيايي لاسته راوړنې دې يو له بل سره شريکې کړي او د نړۍ برخليک دې کنټرول کړي. بايد په م م کې د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او بيان حقونه زيات کړي تر څو د زياترو هېوادونو ګټې او هيلې لا برابرې شي.

دوهم بايد قانونی نظم پلی شي.د م م د منشور موخه او اصول د نړيوالو اړيکو د حل وفصل لپاره بنسټيز اصول دی او د نړيوال نظم د ثبات ساتلو لپاره مهم بنسټ هم دی. نو بايد د م م منشور وساتل شي. درېيم بايد د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړی شي. د نړيوالې همکاري پرمخبيول د م م د جوړېدو موخه ده او د م م د منشور مهمه موخه هم ده. نو مونږ بايد د خپل هېواد ګټې د نورو هېوادونو له ګټور سره يو ځای کړو او د بېلا بېلو هېوادونو ګډې ګټې دې زياتې کړو تر څو يوه هوسا او همکاريزه نړيواله کورنۍ جوړه شي. څلورم م م دې خپلو عملياتو ته پاملرنه وکړي او څو اړخيزم دې پلی کړي او د مسئلو د حل وفصل تر څنګ دې د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.په عين وخت کې دې م م له عامه روغتيايي پېښو سره د مقابلې په شمول ناڅاپي امنيتي ننګونو ته لومړيتوب ور کړي او د پرمختګ مسئله دې د نړيوال عمومي چوکاټ د پام وړ ټکي په توګه وټاکي او د انسانانو د موجوديت او پرمختګ حقونو ساتنې ته دې په درنه سترګه وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای