د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس د سپتمبر په ۲۱مه نېټه وويل، نړيواله ټولنه لا اغېزمنې څو اړخيزې غوښتنې ته اړتيا لري، بېلا بېل هېوادونه دې د نړيوالې ادارې د ښه والي لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د يادونې په سرمشريزه غونډه کې وويل، م م د سختو ستونزو له تيرېدو وروسته جوړ شوی و او ورپسې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د نړيوال نظم لپاره همکارۍ پيل کړي دي. م م په تيرو لسګونو کلونو کې د سوله ييزو تړونونو د لاسليکولو، د سولې ساتنې کار د پرمخ وړلو، د استعمار ختمېدو، د نژادي تبعيض او ناروغيو د له منځه وړلو، د لوږې ختمولو او د نړيوالو قوانينو د بشپړېدو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، د دوامدار پرمختګ لپاره يې هڅې کړې او د پاريس اقليمي تړون يې جوړ کړی او په دې سره يې د ۲۱مې پېړۍ لپاره روښانه آينده ټاکلې ده.
هغه زياته کړه چې د بشري حقوقو په باب د بېجينګ اعلاميه او د دې اعلاميې عملي پلان ۲۵ کاله مخکې خپاره شوي، خو جنسي نابرابري لا هم موجوده ده. د کوويد-۱۹ له خپرېدو څخه د نړيوالې ادارې په برخه کې کمزورتياوې هم ښکاري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |