د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د سپتمپر په ۲۱مه ڼېټه وويل، چې د امريکا له خوا د يو اړخيزو بنديزونو لګول غېر قانوني دي.
د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ د نوموړي په قول خبر ورکړی، کله چې د م م د امنيت شورا د ۲۲۳۱م پريکړه ليک له مخې ايران ته د وسلو د ليږدولو د بنديز موده پای ته ورسيږي، دغه هېواد ته به د وسلو د ليږدولو په برخه کې هيڅ بنديز او محدوديت شتون ونه لري. امريکا د ايران د ذروي مسئلې له هراړخيز تړون څخه وتلې ده او په دغو چارو کې د خبرو حق نه لري.
لاوروف ويلي، چې امريکا د امريکا يو اړخيز بنديزونه په پوره توګه ناقانونه دي. د امريکا دغه کړنه د حيرانتيا وړ نه ده چې له ايران سره د همکاريزو اړيکو لرونکو هېوادونو ته د بنديزونو ګواښ کوي، (( دغه هېواد ډېر وخت د نړۍ پر ګڼو هېوادونو د بنديزونو وسله استعمالوي، حتی ځيني بنديزونه يې بې بنسټه او بې ځايه دي.))
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |