د شلو هېوادونو د ګروپ د سوداګرۍ او پانګونو د وزيرانو ويډيويي غونډه د سپتمبر په ۲۲مه نېټه تر سره شوه او برخه والو ژمنه وکړه چې د کوويد۱۹ وبا د منفي اغيزو د کمولو په برخه کې خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي،د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونو د اعاده کولو لپاره به هڅې وکړي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصلاحاتو څخه ملاتړکوي.
د شلو هېوادونو د ګروپ نوبتي رئيسه هېواد سعودي عربستان د دې غونډې مشري وکړه او برخه والو د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د راتلونکي په هکله د رياض وړانديز په شمول ځيني سندونه تصويب کړل. د دې غونډې د اعلاميې له مخې د رياض وړانديز د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د موخې او بنسټيزو اصولو په باب د بحثونو لپاره زمينه برابره کړې ده.د شلو هېوادونو ګروپ به د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له نورو غړو سره مثبتو همکاريو ته دوام ور کړي او د دې سازمان د لازمو اصلاحاتو د تر سره کولو لپاره به هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |