د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمپر په ۲۴مه نېته تر کرونا وبا وروسته د نړيوالې ادارې په اړه يوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه دې په نوښتي لارو چارو د نړيوالې ادارې او څواړخيزم په اړه فکر وکړي څو د ۲۱مې پېړۍ اړتياوې پوره شي.
انتونيو ګوټريس په همدې ورځې د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه، د جيوپوليتکس(Geopolitics) د ترينګلتيا په حال کې د کرونا وبا خپرېدل يو هراړخيز بحران دی چې د نورو نړيوالو ګواښونو د سختېدو سبب شوی. په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰ مليونه تنه پر کرونا وبا اخته شوي او نژدې ۱ مليون تنه له دې امله مړه شوي دي. د دغه سخت حالت د رامنځته کېدو لاملونه په ټوله نړۍ کې د اړوندو تياريانو، همکاريو او متقابلې مرستې کمبود دی.
هغه زياته کړه چې موږ دې د نړيوالې ادارې يو پرېکنده، همغږي، انعطاف منونکی او له هر ډول ننګونې سره مقابله کوونکی سيستم جوړ کړو. نړيواله ټولنه يو انترنيټي څواړخيزم ته اړتيا لري چې بنسټ يې د نړيوالو، سيمه ييزو سازمانونو، پولي ارګانونو او نورو نړيوالو ټولنو په منځ کې د همکارۍ پياوړتيا ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |