CRI Online

د م م سرمنشي: نفاق د هيچا لپاره ګټه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-09-25 16:35:58

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د ويډيو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو سره بحثونه وکړل چې دغسې ناسته د م م په تاريخ کې لومړی ځل دی. نوموړي وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نفاق او شخړو د مخنيوي لپاره تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړي.

کوټريس وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ بې اتفاقي به نړۍ ته بې حده زيانونه ورسوي، د هېوادونو ترمنځ د تکنالوژۍ او اقتصاد کشالې ښايي د جيولوژيکې ستراتيژۍ او نظامي چارو شخړې رامنځته کړي، نو د دغسې وضعيت د مخنيوي لپاره دې په هره بيه هڅې وشي.

نوموړي د نړيوالې ټولنې د يووالي ساتنې پر مهم ارزښت ټينګار وکړ او د م م له ټولو غړو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې بايد په احتياط سره رويه وساتي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای