CRI Online

نړۍ کې پر کوويد-۱۹د اخته شوو کسانو شمېر له ۳۲ ميليونو څخه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-26 10:40:06

د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د سپتمبر د ۲۵ مې نېټې په ماسپښين تر ۵ بجو او ۱۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته شوو کسانو شمېر ۳۲ ميليونو ۱۱۰ زرو او ۶۵۶ تنو ته رسېدلی چې د تېرې يوې ورځې په پرتله ۳۰۳ زره او ۵ تنه زيات شوی دی ، د مړه شوو کسانو شمېر ۹۸۰ زرو او ۳۱ تنو ته رسېدلی چې د تېرې يوې ورځې مخکې په پرتله ۶ زره او ۳۱۶ تنه زيات شوي دي.

امریکا په نړۍ کې د کرونا وبا له امله تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی. د سپتمبر په ۲۵ مه نېټه د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون لخوا خپره شوې شمېرنه ښيي چې د دغه هېواد د ختيځې برخې په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر دوو بجو او ۲۳ دقيقو پورې په دغه هېواد کې پر کوويد -۱۹ د اخته شوو کسانو شمېر ۷ ميليونو ۵ زرو او ۷۴۶ تنو ته او د مړه شوو کسانو شمېر ۲ لکو ۳ زرو او ۲۴۰ تنو ته رسېدلی چې دواړې شمېرنې په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای