د سينهوا اژانس د خبر له مخې د څو هېوادونو استازو د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د م م د بشري حقونو د شورا د ۴۵مې غونډې په يوه عادي بحث کې د هانکانګ او شينجيانګ مسئلو په هکله له چين څخه ملاتړ څرګند کړ.
د مانمار استازي وويل چې دوه ګوني معيارونو او مسئلو ته سياسي رنګ ورکولو د اړوندو مسئلو د حل وفصل لپاره د پرمختيايي هېوادونو کوښښونو ته زيانونه رسولي چې په دې جمله کې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ سره د مبارزې او په هانکانګ کې د ثبات د اعاده کېدو لپاره د چين هڅې زيانمنې شوي دي.
د ديموکراتيکې کوريا استازي په خپله وينا کې له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د هانکانګ او شينجيانګ مسئلو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.
په م م کې د کمبوديا دايمي استازي وويل، سوله او امنيت د دواملرونکي پرمختګ او د بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره لازم مخکني شرايط دي. د دولتي امنيت په اړه د قانون جوړونه د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت دی. ترهګري او تندلاري د انسانانو ګډ دښمن دی. کمبوديا پر اړوندو هېوادونو غږ وکړ چې د شينجيانګ مسئلې په هکله د حقيقتونو درناوی وکړي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |