CRI Online

تاسو د شي جين پينګ د دغو خبرو په هکله څه نظر لرئ؟

cri     (GMT+08:00) 2020-09-26 14:46:08

بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره نژدې اړيکې لري او ټول انسانان ګډ برخليک هم لري. د مختلفو هېوادونو ترمنځ سيالۍ شتې دي، خو بايد مثبته وي او د سيالۍ په بهير کې دې اخلاقي کرښې او نړيوال معيارونه مراعات کړی شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې په يوه عادي بحث کې مهمه وينا وکړه چې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډونوالو تاوده هر کلي سره مخ شوې ده.

د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې په يوه عادي بحث کې د وينا په حال کې

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې مونږ د ځمکې په داسې کرې کې ژوند کوو چې بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره نژدې اړيکې لري او ټول انسانان ګډ برخليک لري. نو بايد د انسانانو د ګډ برخليک هغه مفکوره جوړه شي چې هيڅ يو هېواد له نورو هېوادونو څخه نه شي جلا کيدای.

د لاؤس مشهور عالم او د جنوب ختيځې اسيا د سيمه ييزو مسئلو څېړونکي سخونبونويلی وويل، له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د چين اغېزناکې لاسته راوړنې او تجربې په دې برخه کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي. مونږ وينو چې چين د خپل هېواد په دننه کې د دې ويروس د کنټرولولو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره يوځای نړيوالې همکارۍ کړې او له ډېرو هېوادونو سره يې مرستې کړې دي. چين په خپلو رښتينو تدابيرو سره د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې مفکوره عملي کړې چې ور څخه د چين مسئولانه رويه ښکاري.

د کمبوديا مشهور خبريال ليم چيوتا د رئيس شي جين پينګ د ځمکې کرې او د انسانانو د ګډ برخليک په اړه له نظر سره موافق دی او ويې ويل چې د نړيوالې عامې روغتيايي پېښو پر وړاندې يووالی او همکاري يوازينۍ ګټوره لار ده. د چين حکومت د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره کمبوديا ته طبي توکي او ډلې وليږلې چې له امله يې په کمبوديا کې د دې ويروس په مخنيوي او کنټرول کې ښه رول لوبولی دی.

د نايجريا د ابوجا پوهنتون د سياست او نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسر شريف غالي ابراهيم دې ته په اشارې سره وويل چې رئيس شي جين پينګ ژمنه کړې چې د کوويد۱۹ ضد واکسين د څېړنې تر برياليتوب وروسته به د نړيوالې عامو روغتيايي توليداتو په توګه يې نورو هېوادونو ته برابر کړي. له دې څخه له کوويد۱۹ وبا سره په مبارزه کې له نورو هېوادونو سره د همکارۍ په اړه د چين ټينګ هوډ او بې غرض څېره ښکاري.

شي جين پينګ په خپله وينا کې همدارنګه زياته کړه چې د اقتصاد پر نړيوال کيدو د سترګو پټول او د ګډو همکاريو مخه نيول، دواړه له تاريخي اصولو څخه سرغړونه ده. نړۍ داسې حالت ته نه شي ستنيدای چې هېوادونه يو له بل څخه جلاوالي کې پاتې دي او دا امکان هم نه شته چې اوسنۍ نړۍدې د کومې خوا عمل له امله ټوټه ټوټه او پرې شي.

د جاپان پخواني لومړي وزير يوکيو هاتوياما د شي جين پينګ د يادې خبرې په اړه وويل، که هر هېواد خپلې ملي ګټې تر ټولو لوړې وګڼي او خپلې ټولې چارې له دې اصل سره سمې ترسره کړي، نو په اخر کې ښايي په دې توګه خپلې ملي ګټې هم زيانمنې کړي. د نړيوالتوب په روانه زمانه کې که کومه خوا له بلې خوا سره په بشپړه توګه د خپلو اړيکو پرېکون وغواړي، نو دا کړنه به هرومرو پخواني حالت ته د کرونا وبا له امله د ځپل شوي نړيوال اقتصاد د بېرته ګرځېدو بهير له ستونزو سره مخ کړي.

ترکي سياستپوه کونيټ اکلين پدې اړه وويل، له کرونا وبا سره په روانه مبارزه کې د چين او امريکا ترمنځ توپير ښکاري. چين په دې مبارزه کې له ډېرو هېوادونو سره مرستې کړې. د ټرمپ حکومت نه يوازې په خپل هېواد کې د کرونا وبا په مخنيوي کې هيڅ چاره نه ده کړې، بلکې د خپلو ګټو لپاره يې د سوداګرۍ په اړه حمايت غوښتونکې تګلارې هم ترسره کړې دي. لکه څنګه چې شي جين پينګ ويلي و، نړيواله ټولنه نه شي جلا کېدای او يو له بل څخه نه شي منزوي کېدای ، يوازې نړيوال اقتصادي بحران په ګډې همکارۍ لرې کيدلی شي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې همدارنګه ويلي انسانان نه شي کولای چې د طبيعت خبرداری بيا بيا له پامه وغورځوي، نه شي کولای چې يوازې له طبيعت څخه ګټې اخلي او د ساتنې لپاره پکې هيڅ پانګونه ونه کړي، نه شي کولای چې خپل تمرکز يوازې په خپل پرمختګ باندې ولري او د چاپيريال ساتنې ته هيڅ پاملرنه ونه کړي.

په چين کې د سريلانکا د سفارت دوهم سکرتر سامپاتحپيريرا په دې اړه وويل، شي جين پينګ يوازېنی ليډر دی چې دغې غونډې ته په وينا کې يې د چاپيريال ساتنې او شين پرمختګ پر ارزښت تاکيد کړی دی. ټوله نړۍ د دوامداره پرمختګ د هڅولو دنده لري او شي جين پينګ په خپله وينا کې پدې اړه رغنده او عملي کېدونکي وړانديزونه کړي دي.

ګرانو دوستانو، تاسې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خبرو او نظرونو په اړه څه نظر لرئ؟

مهرباني وکړئ، خپل نظر مو له موږ سره شريک کړئ! په درنښت

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای