CRI Online

د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د کوويد-۱۹ ضد ګډه مبارزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-27 10:59:13

د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې په عادي بحث کې وويل، د کوويد-۱۹ وبا خپرېدل نړيوالې ټولنې ته بې سارې ننګونې رسولي دي، زه له دې وبا سره ګډه مبارزه غواړم.

نوموړي په دې ټينګار کړی چې د روغتيا نړيوال سازمان لا هم له ډول ډول ناروغيو سره د مبارزې په برخه کې لارښوونکی سازمان دی. بريتانيا به تر خپلي وسې پورې د دې سازمان ملاتړ وکړي او په پر له پسې ډول به دغه سازمان ته پيسې زياتې ورکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای