CRI Online

د ټيک ټاک TikTok) (په اړه د امريکا ناوړه پلان به خامخا ناکام شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-27 11:05:35

د رسنيو د خبر له مخې،د بايټ دانس (ByteDance) شرکت چې د ټيک ټاک اپليکشتن څښتن ګڼل کېږي، په دې وروستيو ورځو کې د امريکا له اورکل (Oracle ) شرکت او اولمارټ WalMart ) (شرکت سره په اصولو کې موافقې ته رسېدلی، خو د امريکا لخوا د وړاندې شوي تړون له مخې ، دا تړون په روښانه ډول يو غير مساوي تړون دی او دا د سوداګريزې همکارۍ تر نامه لاندې د امريکا د لوټولو عمل دی. د چين حکومت له دې سره لازم اقدامات کړي دي.

د امريکا لخوا د وړاندې شوي تړون سره سم ، د نوي جوړ شوي د ټيک ټاک ګلوبل TikTok Global ) ( بورډ به له ۵ تنو څخه جوړ شي چې ۴ يې د امريکا اتباع دي او يوازې يو يې چينايي کېدای شي او د مديرانو بورډ کې به د ملي امنيت رئيس شامل وي چې ټاکل يې د امريکا د حکومت لخوا تصويب کېدو ته اړتيا لري. په عين وخت کې اورکل شرکت د ټيک ټاک ګلوبل د سرچينې کوډ او ټولو تازه معلوماتو ته د بيا کتلو لپاره لاسرسی لري. د صنعت کارپوهانو په وينا ، له دې امله چې د ټيک ټاک سرچينې کوډ او په چين کې د دوو اين په نوم اپ د سرچينې کوډ له ورته اصل څخه دی، نو پدې معنی چې امريکا به وکولی شي په مستقيمه توګه د ټيک ټاک اصلي ټېکنالوژي ترلاسه کړي. په حقيقت کې ، وروسته له دې چې تړون ښکاره شو ، د سپينې ماڼۍ سياستوالو په ښکاره وويل چې امريکايي شرکتونه بايد په بشپړ ډول ټيک ټاک کنټرول کړي ،که نه دوی به د تړون له تصويبولو څخه ډډه وکړي.

له شمېرنې سره سم، ټيک ټاک په امريکا کې د ځوانانو ترمنځ مشهور اپليکشن دی ، نژدې ۴۰۰ ميليونه ځله ډانلوډ شوی او ۹۰ ميليونه فعال کاروونکي لري. زيات شمېر امريکايي ځوانان د ټيک ټاک له لارې خوښۍ او ستاينې ترلاسه کړي او دوی ته يې ښې اقتصادي لاسته راوړنې رسولې دي او ژوند يې هم ښه شوی دی.

په نننۍ نړۍ کې هېڅ يو هېواد د پرمختيايي ګټو انحصار کولو واک نه لري ، پرېږدئ چې په خپله لاره پرمخ ولاړ شي او په تسلط ، ځورونې او تر واک لاندې مه راولئ. چين به هېڅکله داسې موافقه ونه مني چې د چين ملي امنيت ، وقار او د اړوندو شرکتونو اوږدمهاله پرمختګ ورسره زيانمن شي.دا نه يوازې د خپلو ګټو ټينګه دفاع او ساتنه کوي ، بلکې د هغو هېوادونو او شرکتونو حقونه هم خوندي کوي چې د امريکا لخوا اقتصادي ځورونې سره مخ شوي. د ټيک ټاک د غصبونې په اړه د امريکا ناوړه پلان به خامخا ناکام شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای