CRI Online

" امريکا لومړی تر ټولو " نړيواله سوله ګواښي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-27 11:23:29

د امريکا ولسمشر په دې نږدې تېرو ورځو کې د ۷۵مې دورې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې مباحثوي غونډې ته یوه داسې وينا وکړه چې له ځانغوښتنې، غرور، تعصب او درواغو څخه ډکه وه. د نوموړي وينا د يو اړخيزم پر نظريې بنا وه، امريکا يې د نړيوالې سولې ساتلونکې بلله او د ايران د ذروي مسئلې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ناټو د پوځي لګښت د ويشلو په اړه يې خپل نظرونه بيان کړل چې د دغه هېواد د" امريکا لومړی تر ټولو " پاليسي د ځانغوښتنې ښکارندويه ده تر ډيره د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوې ده.

د ۲۰۱۸کال په می کې د ايران له اټومي تړون څخه د امريکا وتنه ټولو ته معلومه ده، خو د دغه هېواد خارجه وزير مايک پمپيو څه موده مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په پيغام کې پر ايران باندې د پخوانيو بنديزونو د بيا لګولو غوښتنه وکړه، خو دا غوښتنه يې په اخر کې د امنيت شورا په رايګيرۍ کې په اکثريت مخالفو رايو رد شوه. امريکا د امنيت شورا د زياترو غړو له مخالفت سره سره بيا هم پر ايران خپل بنديزونه لاکلک کړي او دا کړنه ثابتوي چې دغه هېواد د نړيوالې سولې او ثبات رښتينی خرابوونکی دی.

څو کاله وړاندې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې کولو په وينا کې د حکومتوالۍ په اړه " امريکا لومړی تر ټولو " مفکوره بيان کړې وه چې له مخې يې د دغه هېواد هره پرېکړه د امريکايانو د ګټو پر بنا نيول کيږي. خو د ملګرو ملتونو په روانه عمومي اسامبله کې د امريکا د ولسمشر له وينا څخه د دغې مفکورې اصلي بڼه لا پسې رسوا شوې ده چې په حقيقت کې هغه د يو اړخيزم او بادارۍ مفکوره ده او دا هغه څه دي چې نړيوال نظم او نړيواله سوله ګواښي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای