د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کلومبيا ځانګړې سيمه ييزې محکمې د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د امريکا حکومت د هغه اداري حکم د ځنډولو پريکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د اپېلکېشن له بازار څخه ټيک ټاک وباسي.
د امريکا د کلومبيا ځانګړې سيمه ييزې محکمې په همدې ورځ د ياد اداري حکم په اړه د ګواهي اورېدلو غونډه تر سره کړه. د دغې محکمې قاضي کارل نيکولس په دې غونډه کې په جلا جلا توګه د ټيک ټاک شرکت او امريکا حکومت دواړو خواوو د وکيلانو خبرې واورېدلې او د همدې ورځې په ماښام کې يې ياده پريکړه وکړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |