CRI Online

د ۲۰۲۰م کال د ځمکې کرې د لويه پيمانه ډېتا په اړه د چين د علومو اکاډمۍ راپور د م م په عمومي اسامبله کې خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-28 12:24:34

د چين علومو اکاډمۍ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ځمکې کرې د لويه پيمانه ډېتا په اړه د دغې اکاډمۍ راپور، چې موخه يې له دوامدار پرمختګ ملاتړ دی، د م م په عمومي اسامبله کې خپور شوی، دا له ۲۰۱۹م کال وروسته د چين دوهم ځل دی چې په ياده اسامبله کې دغه راپور خپروي.

د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې او د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د جوړېدو د ۵مې کليزې په درشل کې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د بېوزلۍ د کمولو او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ په لوړپوړې ويډيويي غونډه کې اعلان کړی چې ياد راپور به د يادې اجنډا د پلي کېدو او د اړوندو کارونو د ارزولو لپاره خدمت وکړي.

په دې راپور کې د يادې اجنډا د پرمخبيولو لپاره د چين تخنيکي نوښتونه، د دوامدار پرمختګ موخې د پوره کولو لپاره د ځمکې کرې په اړه د لويه پيمانه ډېتا مهم رول او انکشافي آينده او په دې ساحه کې د چين تجربې او پلانونه ښودل کيږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای