CRI Online

جانز هوپکينز پوهنتون: په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کېدو له امله د مړو شويو شمېر له ۱ مليون څخه اوښتی دی.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-29 10:43:17

سين هوا اژانس خبر ورکړ چې د امريکا د جانز هوپکينز پوهنتون د امريکا د ختيځ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۸مې نېټې د شپې په ۸ بجو او ۲۳ دقيقو يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې او له مخې يې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۳۲۷۳۷۲۰ ته زيات شوی او له دې امله د مړو شويو شمېر ۱۰۰۰۵۵۵ ته رسېدلی دی.

د دغو شمېرو له مخې، په امريکا کې پر دغې وبا د اخته کسانو او د مړو شويو شمېرونه په جلا جلا توګه ۷۱۴۷۲۴۱ او ۲۰۵۰۳۱ ته رسېدلی چې له نورو نه زيات دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای