CRI Online

په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۳ميليونو، ۳۴ زرو او ۵۹۸ تنو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-29 10:53:46

په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۳ميليونو، ۳۴ زرو او ۵۹۸ تنو ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۸مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۳ ميليونو، ۳۴ زرو او ۵۹۸ تنو ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په خپله ويبپاڼه کې تازه شمېره خپره کړه چې د منځنۍ اروپا په وخت د ماسپښين تر ۳ بجو ۵۲ دقيقو پورې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۰۲ زره ۲۷۷ تنه زيات و او عمومي شمېر يې ۳۳ ميليونو، ۳۴ زرو او ۵۹۸ تنو ته رسېدلی. په همدې ورځ د دغه ويروس له امله ۵۱۱۴ تنه مړه شوي او عمومي شمېر يې ۹۹۶ زرو ۳۴۲ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای