CRI Online

د کلومبيا ځانګړې محکمې پر ټېک ټاک د امريکايي حکومت بنديزونه وځنډول؛ د چين کارپوه وايي، د امريکا وروستۍ موخه د دې اپليکېشن لوټ کول دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-29 16:16:25

د امريکا د کلومبيا ځانګړې سيمې محکمې د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه د اپليکېشنونو په دوکان يا اپسټور کې د ټېک ټاک پر ډانلوډ د دغه هېواد د حکومت د بنديز د ځنډولو حکم وکړ.

د ټېک ټاک مدافعي وکيل جان هور پدې اړه وويل، چې په امريکا کې کابو سل ميليونه کسان ټېک ټاک کاروي او دغه اپليکېشن په انټرنېټ کې د ښاري مېدان په توګه رول لوبوي او بندول يې پر بيان ازادۍ د تيري په مانا دی.

اين پي ار (N。P。R) راډيو خبر ورکړی، چې د امريکا حکومت ادعا کړې، چې چين له ټېک ټاک څخه ناسمه ګټه اخلي او د امريکايانو شخصي مالومات څاري، خو تراوسه يې هيڅ شواهد نه دي وړاندې کړي، خو ټېک ټاک څو ځلې خپله خبره تکرار کړې، چې د دغه اپليکېشن اداره د امريکايي کاروونکو ټوله ډېټا په امريکا کې ساتي.

د انټرنېټ د خوندېتوب چيني کارپوه چي يوه پدې اند دی، چې د امريکايي محکمې ياد حکم ټيک ټاک ته يوازې د يوې شېبې لپاره د ساه اخيستلو فرصت ورکړی دی، خو د ټيک ټاک لپاره تر ټولو لويه ننګونه له امريکايي شرکتونو سره د سوداګريزو معاملو نا معلوم عوامل دي. د امريکا وروستۍ موخه د دغه اپليکېشن د کنټرول حق او کليدي تخنيکونو لوټ کول دي او د ملي امنيت ساتل يوازې د دوی پلمه ده چې په استفادې سره يې خپله باداري سينګاروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای