د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۴۵مې غونډې د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د افريقايي اولادونو د چارو له کاري ډلې سره ډيالوګ تر سره کړ. د زياتو هېوادونو استازو او غېر حکومتي سازمانونو د امريکا او بريتانيا په شمول لويديځو هېوادونو کې د نژاد پرستۍ سيستماتيکې مسئلې وغندلې.
د روسيې، وينزويلا، ايران او سيراليون استازو وويل، چې د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې په ځينو لويديځو هېوادونو کې نژادي تعصب لا سخت شوی او پر کوويډ-۱۹ ويروس د افريقايي الاصله کسانو د اخته کېدنې انډول او د مړينې انډول د سپين پوستو په پرتله ډېر لوړ دی. د روسيې استازي وويل، چې په لويديځو هېوادونو کې افريقايي الاصله د طبي خدمتونو، ښوونې او روزګار د تر لاسه کولو په برخو کې له نابرابرۍ سره مخامخ دي. د ايران استازي وويل، چې پر ځينو هېوادونو د امريکا يو اړخيز بنديزونه د نژادي تعصب څرګندويي کوي او د اغېزمنو هېوادونو د خلکو پر بشري حقونو باندې يې لويې منفي اغېزې کړې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |