د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد پر وخت د اکتوبر د دوهمې نېټې په مازديګر د مريلنډ ايالت والټر ريډ ملي نظامي طبي مرکز ته ليږدول شوی او هلته تر درملنې لاندې دی. د همدې ورځې په سهار وختي نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې د دې خبر پخلی وکړ چې دی او مېرمن يې پر کوويډ-۱۹ ويروس اخته شوي دي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټرې کيري ماکنيرني د همدې ورځې په ماسپښين د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې که څه هم ټرمپ د ناروغۍ سپکې نښې لري، خو روحي وضعيت يې ښه دی او په همدې ورځ د کار په حال کې و. د جدي فکر او د ډاکټر د غوښتنو له مخې، ټرمپ به په راتلونکو څو ورځو کې په نوموړي روغتون کې خپل کارونه تر سره کړي. سپينې ماڼۍ څرګنده کړه چې ټرمپ به واک نورو ته و نه سپاري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |