CRI Online

د سوډان انتقالي حکومت له حکومتي ضد وسلوالو سره د سولې تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-04 11:11:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان انتقالي حکومت د اکتوبر په درېيمه نېټه د جنوبي سوډان په پلازمينه جوبا کې له حکومتي ضد مخالفو وسلوالو سره د سولې وروستی تړون لاسليک کړ او خپلمنځي د دوښمنۍ ۱۷ کلن وضعيت يې پای ته ورساوه.

د سوډان د ملي حاکميت کمېټې مشر عبدالفتاح البورهان البورخان د دغه هېواد د انتقالي حکومت په استازيتوب او د سوډان انقلابي ليګ په نوم د حکومتي ضد وسلوالو د څو نورو ډلو ټپلو مشرانو په ګډه دغه تړون لاسليک کړ. د دغه تړون په محتوياتو کې د واک او شتمنيو وېش، امنيت، عدلي چارې او د بې ځايه شوو دوباره خپلو ټاټوبيو ته د ستنولو کارونه شامل دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای