CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان: ښايي په روان کال کې د مالونو په نړيوالې سوداګرۍ کې٪9.2کموالی راشي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-07 14:40:30

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اکتوبر په شپږمه نېټه د نړيوالې سوداګرۍ د شمېرنې او لرليد په نوم يو نوی راپور خپور کړ، چې له مخې يې ښايي په روان کال کې د سوداګرۍ په نړيوالو معاملو کې ٪9.2 کموالی راشي، خو د نړيوالې سوداګرۍ اوسنی وضعيت د دې سازمان تر پخوانۍ وړاندوينې ښه روان دی.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د روان کال په اپريل کې وړاندوينه کړې وه، چې سږنۍ نړيواله سوداګري به د کورونا وبا له امله له ٪۱۳ څخه تر ٪۳۲ پورې کمه شي. د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې په تېر جون او جولای کې په نړۍ کې د کورونا وبا له امله لګول شوي محدوديتونه نرم شوي، پخواني حالت ته د اقتصادي فعاليتونو د ګرځېدو سرعت چټک شوی او نړيواله سوداګري تر پخواني اټکل ښه روانه ده. دغه سازمان وړاندوينه کړې، چې ښايي په روان کال کې د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ په اندازه کې٪9.2 کموالی راشي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان مرستيال عمومي مدير يي شياو جون په همدې ورځ د دغه سازمان په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د کورونا وبا منفي اغېزې لوی توپير لري. په اسيا کې د سوداګريزې اندازې کموالی چې د وبا له امله رامنخته شوی، تر اروپا او شمالي امريکا کم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای