د پيسو نړيوال صندوق عمومي مديرې کريستالينا جيورجيوا د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل چې نړيوال اقتصاد د احيا په لور روان دی، خو بهير به يې بې ثباته وي.هغې په همدې ورځ په يوه انلاين فعاليت کې د ګډون په ترڅ کې وويل چې د روان کال په جون کې د دې صندوق د اټکل له مخې روان کال به د نړيوال اقتصاد د پرزيدا په حال کې وي. خو د روان کال په دوهمه او درېيمه ربعه کې اقتصادي حالت له اټکل څخه وتلی دی، نو دوی به د اقتصادي پرمختګ په اړه اټکل زيات کړي،خو په ۲۰۲۱ کال کې به د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا بېلانس انډول به برابر نه وي.
هغې زياته کړه، دا چې بېلا بېلو اقتصادي ډلو له کوويد ۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره بېلې تګلارې غوره کړې، نو په بېلا بېلو هېوادونو کې به راتلونکی اقتصادي پرمختګ نابرابر وي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |