CRI Online

د شلو هېوادونو ډلې سېلانيزو چارو ته د پرمختګ ورکولو ژمنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-08 09:41:13

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې د سېلانۍ وزيرانو د اکتوبر په اوومه نېټه په يوه وېډيويي غونډه کې ژمنه وکړه چې د سېلانيزو چارو د بيا سمسورتيا لپاره به ګډې هڅې وکړي څو دغه چارې په چټکۍ سره پخواني حالت ته د کورونا وبا له امله ځپل شوي نړيوال اقتصاد د ګرځېدو لپاره زيات رول ولوبوي.

د يادې غونډې مشري د شلو هېوادونو ډلې رئيسه هېواد سعودي عربستان وکړه. له غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې دغه ډله به نړيوالې همکارۍ او د دولتي او شخصي سکتور ترمنځ همکارۍ ته دوام ورکړي او له دې لارې به سېلانيزې چارې بيا سمسورې کړي، د دې ترڅنګ د سېلانۍ له هغو منځنيو او کوچنيو تصديو سره به مرسته وکړي چې د کورونا وبا له امله ډېرې ځپل شوې دي.

په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې سېلانيزې چارې د کورونا وبا له امله له سختو ځپل شوو مسلکونو څخه يو دی، په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د جي ډي پي په حجم کې ٪10.3 برخه سېلانيزو چارو جوړه کړې او ۳۳۰ ميليونه کاري فرصتونه همدغه مسلک برابر کړي دي. په روان کال کې د کورونا وبا له امله ښايي په سېلانۍ کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله له ٪60 څخه تر ٪80 پورې کموالی راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای