CRI Online

د اروپا سروې: په روان کال کې ښايي نړيواله اقتصادي وده ٪4.4 کمه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-08 11:23:44

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د جرمني ای اېف او اقتصادي څېړنيز مرکز او د اروپا د اقتصادي او مالي تګلارو څېړنيز مرکز د اکتوبر په ۷ مه نېټه د يوې ګډې سروې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې ښايي په روان کال کې نړيواله اقتصادي وده ٪4.4 کمه شي او چين په لويو اقتصادونو کې يوازينی اقتصادي طاقت وي چې په اقتصادي وده کې به يې زياتوالی راشي.

ياده سروې د روان کال د اګست له ۱۲ مې نېټې څخه د همدې مياشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې ترسره شوه او په بهير کې يې د ۱۱۰ هېوادونو او سيمو له ۹۵۰ اقتصادپوهانو څخه وپوښتل شول. يوه پر درېيمه برخه اقتصادپوهانو وړاندوينه وکړه چې نړيوال اقتصاد به تر ۲۰۲۲ کال پورې له کورونا وبا مخکې حالت ته وګرځي. له ٪20 ډېرو اقتصادپوهانو اټکل وکړ چې پخواني حالت ته په پوره توګه د نړیوال اقتصاد د ګرځېدو بهير به تر ۲۰۲۳ کال پورې دوام ولري. يوه پر څلورمه برخه اقتصادپوهان پدې اړه نسبتاً خوشبيني ښيي او پدې اند دي چې نړيوال اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې په بشپړه توګه پخواني حالت ته ګرځېدلی شي.

په دغه سروې کې وړاندوينه هم شوې چې په روان کال کې ښايي چين په لويو اقتصادونو کې يوازينی اقتصادي طاقت وي چې اقتصادي وده به يې زياته شي او زياتوالی به یې ٪2.3 وي. د امريکا او اروپايي ټولنې په اقتصادي وده کې به په جلاجلا توګه ٪6.5 او ٪8.4 کموالی راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای