CRI Online

ډومالډ ټرمپ: په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ميشت سرتيري بايد له کريسمس مخکې خپل هېواد ته ستانه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-08 15:14:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۷مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونه بايد د روان کال له کريسمس اختر مخکې بېر ته امريکا ته ستانه شي.

ټرمپ د همدې ورځې په مازديګر پر خپلې ټويټر پاڼې يادې څرګندونې وکړې. له دې نه مخکې په امنيتي چارو کې د امريکا ولسمشر سلاکار روبرټ اوبراين په لسويګاس کې د نيواډا پوهنتون فرعي څانګې کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د پاتي امريکايي ځواکونو د سرتيرو شمېر له ۵۰۰۰ څخه کم دی او د راتلونکي کال له پيل مخکې به ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

ټرمپ په تېرو څو کلونو کې په بهر کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د سرتيرو د کمولو په اړه څو ځلې څرګندونې کړي، څو د تېرې دورې په انتخاباتي کمپاينونو کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای