CRI Online

امريکا د ايران پر ۱۸ بانکونو د بنديز لګېدو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-09 09:31:18

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د اکتوبر په ۸مه نېټه د ايران پر ۱۸ بانکونو د بنديز لګېدو اعلان وکړ. د ايران خارجه وزير محمد جاويد ظريف په همدې ورځ له دې امله پر امريکا سخته نيوکه وکړه.

د امريکا د ماليې وزير روبرت منوچين په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې څرګنده کړه چې پر يادو ۱۸ ايراني بانکونو د بنديز لګونې موخه د امريکايي ډالرو د غير قانوني کارولو په اړه د امريکا د کړې ژمنې پوره کول دي. د دغې اعلاميې له مخې، په امريکا کې يا د امريکا لخوا کنټرول شوي د يادو بانکونو سرمايې به کنګل شي او امريکايي اتباعو ته به ور سره د معاملې اجازه ور نه کړي. د دې تر څنګ هر څوک يا پولي ارګانونه که تر ۴۵ ورځنۍ انتقالي مودې وروسته بيا له دغو بانګونو سره معاملې وکړي، ښايي د امريکا له بنديز سره مخامخ شي. 

د ايران خارجه وزير محمد جاويد ظريف په همدې ورځ پر يوې ټولنيزې رسنۍ د امريکا پر دغه اقدام سخته نيوکه وکړه او و يې ويل چې امريکايي حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې د خوړو او درملو د واردولو په برخه کې د ايران لخوا د پيسې ورکولو لارې د بندولو هڅه کوي. دغه ډول توطيه کټ مټ د بشر ضد جرم دی.  

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای