CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان به لومړۍ ښځينه عمومي مديره ولري.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-09 09:33:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي شورا مشر دېويډ والکر د اکتوبر په ۸مه نېټه اعلان وکړ، د دغې شورا غړو له دوو دورو تر سلامشورو وروسته پرېکړه کړې چې د دغه نړيوال سازمان نوی عمومي مدير به له دوو ښځينه نوماندانو څخه انتخاب شي. دا په دې معنی ده چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان به د جوړېدو له ۲۵ کلونو راهيسې لومړۍ ښځينه عمومي مديره ولري. 

دېويډ والکر څرګنده کړه چې د نايجريا نومانده نجوزي اوکونجو ايويلا( NgoziOkonjo-Iweala ) او د کوريا جمهوريت نومانده يو ميونګ هي ( Yoo Myung-hee ) به په راتلونکو ټاکنو کې يو له بل سره سيالي وکړي. د دغه نړيوال سازمان د عمومي مدير د درېيمې دورې ټاکنې به د اکتوبر له ۱۹مې نه تر ۲۷مې نېټې پورې تر سره شي. 

نجوزي اوکونجو ايويلا د نايجريا د ماليې او بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره او د نړيوال بانک پخواني دايمي مرستياله وه.

يو ميونګ هي اوس د کوريا جمهوريت د صنعتي چارو، سرچينو او سوداګرۍ وزارت معينه ده. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای