CRI Online

په امريکا کې د هغو کسانو شمېر لا هم لوړ دی چې په لومړي ځل يې د اوزګارۍ له امله د مرستې غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-09 10:59:52

د امريکا د کارګرو وزارت د اکتوبر په اتمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې که څه هم د روانې مياشتې تر درېيمې نېټې پورې په يوه اونۍ کې په دغه هيواد کې د هغو کسانو شمېر نهه زره کم شوی او اته لکه څلويښت زرو ته ورسيد چې په لومړي ځل يې د اوزګارۍ له امله د مرستې غوښتنه کړي، خو دا په دې معنا ده چې د ګمارنې بازارونو د بيا احيا کيدو پروسې په وړاندې لا هم زياتې ستونزې شتون لري.

د څيړوونکو په اند په امريکا کې د دغو کسانو شمېر په مسلسلو شپږو اوونيو کې له يو مليون تنو څخه ټيټ شوی او د مارچ له منځنې لسيزې څخه راپدې خوا تر ټولو کم شمېر ته رسيدلی، خو دغه شمېر لا هم په لوړ ځای کې دی. له دې څخه څرګنديږي چې په دوبي کې د دغه هيواد د کارونو زياتوالي تمايل ورو شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای