د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۸ مې نېټې د ماسپښين تر دريو بجو او ۲۴ دقيقو پورې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ګرده نړۍ کې ۳۳۸ زره او ۷۷۹ کسان تازه په کوويډ-۱۹ ويروس اخته شوي او له دې سره په دې ويروس د اخته شوو کسانو عمومي شمېر ۳۶ ميليونو ۲ زرو او ۸۲۷ تنو ته رسېدلی دی. د مړو شوو کسانو په شمېر کې ۵۵۱۴ زياتوالی راغلی او له دې سره يې عمومي شمېر يو ميليون ۴۹زرو او ۸۱۰ تنو ته زيات شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |