CRI Online

د چين د طبي مرستو شپږمه جوپه کابل ته وليږدول شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-09 16:08:39

له افغانستان سره د چين د طبي مرستو شپږمه جوپه د اکتوبر په اتمه نېټه کابل ته وليږدول شوه، د سپارلو مراسم يې په همدې ورځ د کابل په هوايي ډګر کې ترسره شول او په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سروردانش، د عامې روغتيا وزارت سرپرست عثماني پکې ګډون او ويناوې وکړې.

د چين سفير وانګ يو په خپله وينا کې وويل چې د کورونا وبا پر وړاندې چين او افغانستان هميشه يو له بل سره مرسته او يو له بل څخه ملاتړ کوي چې خپلمنځي صادقانه دوستي ترې څرګنده شوې ده. چين د روان کال په اپريل کې د هېواد په دننه کې د کورونا وبا د وقايې له ستونزو سره سره بيا هم له افغانستان سره مرسته کړې او د طبي توکو پنځه جوپې يې چې عمومي وزن يې کابو شل ټنو ته رسېدلی، افغانستان ته ليږدولي وو. د چين سفارت د کابل له اوسېدونکو سره د خوارکي توکو مرسته کړې، څو دوی د وبا په حال کې او ژمي کې ترې استفاده وکړي. دغو توکو په افغانستان کې د وبا په وقايې او کنټرول او د افغانانو د ژوند او روغتيا په ساتلو کې مثبت رول لوبولی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روغتيا د ۷۳ مې دورې نړيوالې اسامبلۍ پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې د چين حکومت او خلکو د دې وبا د وقايې او کنټرول لپاره ډېرې هڅې او لوړه بيه ورکړې، اوس په چين کې دغه وبا په ښه توګه کنټرول شوې او چين کولای شي په لاښه توګه له افغانستان او نورو دوستو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش د افغان حکومت، مشرتابه، خلکو او د ټولنې د بېلابېلو برخو په استازيتوب د چين د مرستې مننه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای