ګوټريس د نوبل سولې جايزې د تر لاسه کولو په مناسبت د خوړو نړيوال پروګرام ته مبارکي وويله
د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اکتوبر په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نوبل سولې جايزې د تر لاسه کولو په مناسبت د خوړو نړيوال پروګرام ته مبارکي وويله او و يې ويل چې د دې سازمان د يووالي روحيه د کوويد-۱۹ ضد مبارزې لپاره ضروري ده.
ګوټريس په دغه اعلاميه کې همدارنګه ويلي، ياد سازمان په نړۍ کې د غلودانو بحران ته لومړی ځواب ورکوونکی و، د دغه سازمان کارکوونکو له خطرونو سره سره د جنګ جګړو او مصيبت ځپلو وګړيو، بېوزلو ماشومانو او کورنيو ته غلې دانې رسولې دي. اوس نړۍ همکارۍ ته سترګې په لاره دي، د ياد سازمان د يووالي روحيه د کوويد-۱۹ په شمول د ځينو ننګونو ضد د نړيوالې مبارزې لپاره ضروري ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |