د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د اوربند په هکله د ارمنستان او اذربايجان له خوا لاسليک شوی تړون پر ځايي وخت د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په رسمي توګه نافذ شو.
د دې تړون له نافذېدو وروسته دواړو خواوو يو پر بل نيوکه کړې ده چې له دې تړون څخه يې سرغړونه کړې او بريدونه يې کړي دي.د اذربايجان د ملي دفاع وزارت ويبپاڼې په همدې ورځ خبر ور کړ چې د ارمنستان پوځ د ياد تړون تر نافذېدو وروسته لاهم د اذربايجان په دننه کې پر موخو بريدونه کړي دي. دغه راز د ارمنستان د دفاع وزارت وياند هم د اذربايجان پر پوځ نيوکه کړې چې د اوربند له تړون څخه يې سرغړونه کړې او پر ناګورنوقره باغ يې بريدونه کړي دي. خو دواړو خواوو يو پر بل نيوکې رد کړې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |