CRI Online

د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د ناګورنو قره باغ د سيمه ييز وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-12 10:20:06
د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو د ناګورنو قره باغ د سيمه ييز وضعيت په اړه ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۱۱مه نېټه له خپل ترکي سيال چاوش اوغلو سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو د ناګورنو قره باغ د سيمه ييز وضعيت په اړه بحث وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دواړو وزيرانو د ناګورنو قره باغ د سيمه ييز وضعيت په اړه د نظريو تبادله وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې د روسيې، اذربايجان او ارمينيا د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډې اعلاميې ټول مقررات بايد په جدي توګه تطبيق شي.

يادو دريو وزيرانو د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په مسکو کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې، اذربايجان او ارمينيا د ناګورنو قره باغ د اوربند تړون لاسليک کړ او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د همدې ورځې د غرمې له ۱۲ بجو څخه به په ناګورنو قره باغ کې اوربند تطبيق کړي او د سره صليب د نړيوالې ټولنې تر همغږۍ لاندې به د جګړې اسيران او د مړو جسدونه بدل کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای