CRI Online

شي جين پينګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د سياسي ګوندونو د اړوندې دندې په نوم نړيوال سيمينار ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 10:02:57

د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د سياسي ګوندونو د اړوندې دندې په نوم نړيوال سيمينار د اکتوبر په ۱۲مه نېته د چين د فو جيان ولايت په مرکز فو جو ښار کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ دغه سيمينار ته د مبارکۍ پيغام واستاوه. 

شي جين پينګ څرګنده کړه چې د بېوزلۍ له منځه وړل، د خلکو ژوند ښه والی او د ګډې شتمنۍ موندل د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم اصلي موخه ده او د چين کمونېست ګوند يوه مهمه دنده ده. اوس د مختلفو هېوادونو په ګډو هڅو سره په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو چارو ډېر پرمختګونه موندلي، خو زموږ پر وړاندې ستونزې او ننګونې لا هم ډېرې دي چې نړيواله ټولنه دې د موافقو په تر لاسه کولو سره زياتې همکارۍ وکړي، پر څواړخيزم دې ټينګار وکړي، سوله او ثبات دې وساتي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو بهير دې چټک کړي. 

د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کابو ۴۰۰ تنه استازيو، په چين کې بهرنيو سفيرانو، د نړيوالو سازمانونو نماينده ګانو او کارپوهانو په انلاين او افلاين ډول په ياد نړيوال سازمان کې ګډون وکړ. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای